۰

قزاقستان د بشري مرستو رسونې په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي

سی شنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۲
قزاقستان وایي، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخینوي به خاطر د بشري مرستو د رسونې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
قزاقستان د بشري مرستو رسونې په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي
قزاقستان وایي، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخینوي به خاطر د بشري مرستو د رسونې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قزاقي چارواکو ویلي، دا چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او ملګري ملتونه غواړي زرګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته ورسوي نو دوی ورسره د لېږد او ترانزیت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

دوی ټینګار کړی، چې غواړي د بشري مرستو په برخه کې خپله ستره ونډه ادا کړي.

قزاقستان یو له هغه هېوادونو دی چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې او هوا له لارې تګ راتګ اسانه دی.

قزاقستان له شمالي بندرونو سره د رېل پټلۍ له لارې هم وصل دی چې ترانزیت به لا اسانه کړي.

دغه هېواد په افغانستان کې د بشري مرستو رسونې په برخه کې پر داسې مهال د همکارۍ ژمنه کوي، چې پرون جینو کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د څه باندې ۱ میلیارد ډالرو بشري مرستو اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي