د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس آژانس د خبر له مخې نوموړی په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې له خپل زوی حبیب الرحمن حکمتیار سره یو ځای د پاکستان د پارلمان له رییس اسد قیصر سره ولاړ دی.
د هغه د سفر موخه ظاهرا له پاکستان سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغان کډوالو پر ستونزو بحث ښودل شوی.
خو باخبره سرچينې وايي چې ښاغلی حکمتیار اصلآ له طالبانو سره په واک کې د خپلې برخې د غوښتلو په هدف پاکستاني چارواکو سره غږيږي.
خپله حزب اسلامي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل