۰

کابل کې د برېتانیا د سفارت چارسمبالی : زموږ د او طالبانو لید لوري کې توپیرونه شته

چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۰
کابل کې د برېتانیا د سفارت سمبال چارري ماریتین لانګدن وايي، د دوی او د افغانستان د اسلامي امارت تر منځ لید لوري کې تفاوتونه شته خو هڅه کوي، چې ګډ لید لوری ورسره پیدا کړي.
کابل کې د برېتانیا د سفارت چارسمبالی : زموږ د او طالبانو لید لوري کې توپیرونه شته
کابل کې د برېتانیا د سفارت سمبال چارري ماریتین لانګدن وايي، د دوی او د افغانستان د اسلامي امارت تر منځ لید لوري کې تفاوتونه شته خو هڅه کوي، چې ګډ لید لوری ورسره پیدا کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لانګدن دغه څرګندونې پرون د اسلامي امارت د رییس الوزرا د مرستیالانو او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره تر لیدنو وروسته په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د دوی او طالبانو تر منځ لید لوري کې توپیرونه شته خو په وینا یې باید هڅه وشي، چې کولی شي له طالبانو سره ګډ لید لوری پيدا کړي که نه.

هغه زیاته کړې«دا د حیرانتیا وړ نه ده، چې په لومړیو ورځو کې زموږ او د هغوی (طالبانو) تر منځ په لید لورو کې تفاوتونه شته.»

دی وايي، برېتانیا ازمویې چې ایا کولی شي له طالبانو سره د اړیکو په تامین سره یوه داسې ګډ لید لوري ته رسېږي که نه چې د برېتانیا او د افغانستان د خلکو په ګټه وي.

نوموړي ویلي، له طالب مشرانو سره یې لومړی لیدنه کې خبرې د بشري بحران پر مخنیوي، له افغانستان د برېتانیا او بهرنیو اتباعو په خوندي ایستو او د ښځو پر حقونو راڅرخېدې.

دا خبره د افغانستان د اسلامي امارت د چارو ادارې په خبرپانه کې هم راغلي، چې طالب مشرانو له برېتانوي پلاوي سره لیدنه کې د بشري بحران د مخنیوي، د افغانستان د کنګل شویو پیسو پر خلاصون او له افغانستان سره د بشري مرستو په کولو راڅرخېدې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي