۰

کابلوف: موږ به د افغانستان د نوي مشرتابه سره پټې او صادقانه خبرې وکړو

شنبی ۲۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۷
ټاکل شوې روسیه په نېږدې راتلونکې کې د مسکو په فورمټ غونډه جوړه کړي، چې په کې یې افغانستان د خبرو لومړیتوب دی.
کابلوف: موږ به د افغانستان د نوي مشرتابه سره پټې او صادقانه خبرې وکړو
 ټاکل شوې روسیه په نېږدې راتلونکې کې د مسکو په فورمټ غونډه جوړه کړي، چې په کې یې افغانستان د خبرو لومړیتوب دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، دا غونډه به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰ مه جوړه شي.

نوموړي ویلي، د اکتوبر په ۲۰ مه روسي لوری غواړي، چې د افغانستان د نوي مشرتابه (اسلامي امارت) له استازو سره پټې او صادقانه خبرې وکړي.

دی وايي، له دې کنفرانس او خبرو باید د کوم لوی بدلون تمه ونه شي، خو په وینا یې دوی به خپل اعتراضونه په صداقت افغان پلاوي ته وړاندې کړي.

کابلوف زیاته کړې، چې دوی به د افغانستان د اسلامي امارت له استازو کومه غوښتنه ونه کړي، بلکې سلا مشورې به ورسره وکړي، چې ستونزې څنګه او په څه ډول حل کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« موږ د کومې لویې پرېکړې تمه نه لرو، دا یوه اوږده تکاملي پروسه ده، موږ له دې لارې تفاهم ته رسېږو. په دې کې د بشري حقونو ټولې اندېښنې شاملې دي، خو په عین وخت کې د افغانستان بشری وضعیت او د هغه د حل لارې چارې هم.»

د روسیې ځانګړي استازي دا ټینګار هم وکړ، چې د مسکو او نورو هېواونو لپاره د نشه يي توکو او د ترور له ګواښ سره مبارزه هم لومړیتوب لري.

دی وايي، تمه لري او په دې کې شک نه لري، چې دا کار به کېږي او د افغانستان نوي چارواکي به نه یوازې د ګاونډیو بلکې نورو هېوادونو د امنیتي ګټو پر ضد هم د افغانستان له خاورې استفادې ته د اجازې نه ورکولو د ژمنې پخلی وکړي.

د یادونې ده، چې د مسکو غونډې ته د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي ته هم بلنه ورکړل شوې او هغوی تایید کړې، چې په دغه غونډه کې به ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي