۰

ټاکل شوې د روسیې او امریکا ولسمشران پر افغان وغږېږي

شنبی ۱۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۸
ټاکل شوې د روسیې او امریکا ولسمشران ولادیمیرپوتین او جوبایډن په نېږدې راتلونکې کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان هم خبرې وکړي.
ټاکل شوې د روسیې او امریکا ولسمشران پر افغان وغږېږي
ټاکل شوې د روسیې او امریکا ولسمشران ولادیمیرپوتین او جوبایډن په نېږدې راتلونکې کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان هم خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کریملین وايي، ښاغلی پوتین به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په را روانه غونډه کې پر نورو مسایلو سربېره پر افغانستان هم خبرې وکړي.

د کریملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف ویلي د دې انلاین سرمشریزې لپاره په راتلونکو ورځو کې یوه احتمالي نېټه په پام کې نیول شوې، خو مسکو ګوري چې واشنګټن به یې کله تایید کړي.

د هغه په وینا په دې سرمشریزه کې به د افغانستان، لیبیا، سوریې، ایران او نورو هېوادونو پر اړوندو مسایلو خبرې وشي.

اوشاکوف وايي، ښاغلی پوتین همدا راز غواړي، بایډن ته د امنیتي ضمانتونو د هغې طرحې خبره وریاده کړي چې له مخ یې باید د ختیځ پر لور د ناټو د پراختیا مخه ونیول شي او هغه څه ته چې مسکو یې د اوکراین په ګډون د روسیې ګاونډیانو ته د ګواښونکو وسلو استول بولي، د پای ټکی کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي