سي اېن اېن تلوېزیون راپور ورکړی، چې له افغانستان د تخلیې په جریان کې ۱۴۵۰ افغان ماشومان د مور او پلار پرته د کابل له هوايي ډګره امریکا ته لېږدول شوي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شبکې زیاته کړې، یا شمېر افغان ماشومان بې برخلیکه دي خو ځینې افغان کورنۍ چمتو دي، چې د هغوی سرپرستي پر غاړه واخلي.
د سرچینې په وینا د دغه ماشومان ډېری ښايي د خپلو نېږدې خپلوانو سره چې د تخلیې پروسه کې ورسره راغلي او یا هم له هغه خپلوانو سره چې له مخکې امریکا کې دي، ژوند وکړي.
خو د امریکا د روغتیا او اسکانو د دفتر د ارقامو پر اساس له دغه ماشومانو کابو ۲۵۰ تنه یې د امریکا د دولت سره دي او تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم په المان کې د یو شمېر افغان ماشومانو سره لیدلي او ډاډ یې ورکړی، چې امریکا هڅه کوي، چې د هغوی له کورنیو او خپلوانو سره چې په افغانستان کې بند پاتې دي مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل