د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن وايي، ۱۴۰۱ کال په وري میاشت کې به افغانستان کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او هلکانو پر مخ خلاص شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېکلسن دا خبره دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له پلاوي سره تر لیدنه وروسته کړې ده.
نېکلسن تېره شپه په خپله ټوېټر پانه لیکلي« د زده کړو مساله د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه وه او طالبانو ژمنه وکړه چې د ۱۴۰۱ کال په وري میاشتې کې به د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ منځني ښوونځي او لېسې پرانېستل شي.»
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي په ټویټونو کې دا هم لیکلي دي چې د ښځینه فعالانو د تري تم کېدو او نیولو په برخه کې ژورې اندېښنې شته.
ښاغلي نېکلسن همدا راز څرګنده کړه، د ښځو او لږکیو د حقونو په اړه اندېښنې د طالبانو له پلاوي سره شریکې شوي.
د نېکلسن په وینا، اروپایي ټولنه له اړمنو افغانانو سره پر مرستو ټینګار کوي او د پنځه سوه یورو مرستو پر ژمنې ولاړه ده.
اروپایي ټولنې ویلي دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو له لارې پر خوراکي موادو، روغتیا، زده کړو او د ژوند د لومړنیو اړتیاو په برخو کې ولګول شي.
د ښاغلي نېکلسن په وینا، د اروپایي ټولنې او طالبانو پلاوو سره ومنله چې مخامخ او انلاین خبرې به ادامه پیدا کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، دوی له اروپایي ټولنې د زده کړو په برخه کې د همکارۍ هیله کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل