د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تامس نیکلسن وايي، په دغه هېواد کې د بشري حقونو رعایت ته هیله مندي ډېره شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نکلسن په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان نوي حکومت نجونو او هلکانو ته د زده کړو اجازه ورکړې ده او د پوهنتونونو دروازې یې پرانیستې دي.
نوموړي زیاته کړې، داسې هیله مندي شته چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مثبت لوري ته روان شي، سره له دې چې دمګړی یې په اړه اندېښنې شته دي.
دی وايي، د افغانستان نوی حکومت یې هڅولی چې په کورني مشروعیت پسې وګرځي او د خپلو خلکو حقونو ته درناوی وکړي.
نیکلسن زیاتوي، تر دې دمه هېڅ اروپايي هېواد د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو ډاډ نه دی ورکړی، خو له ټولو اړخونو سره مذاکرات روان دي، څو په افغانستان کې یو پیاوړی او ډاډمن حکومت رامنځ ته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل