د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي محمد صادق سره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ نیکولسن چې په دې وروستیو کې له کابل څخه اسلام اباد ته تللی وايي، له محمد صمد سره یې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.
نوموړې تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو له مشرانو، د بشري حقونو له مدافعینو، د ښځو له استازو او اقلیتونو سره کتلي دي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د بشري حقونو د فعالانو د جبري ورکېدو، شکنجو او انتقامي وژنو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
نوموړي پر ټوېټر لیکلي چې افغان ولس د طالبانو تر واک لاندې د خپل نظر له څرګندولو وېرېږي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت او د دغه هېواد عمومي تګلارې باید د خلکو له ارادې سره سم وټاکل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل