د افغانستان سره د مرستو راټولولو په اړه د برېتانیا په کوربتوب د جوړېدونکي نړیوال کنفرانس کره نېټه اعلان شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر یا يوناما وايي، دا کنفرانس به د روانې مارچ مياشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شي.
د دغه دفتر څخه خپره شوې اعلامیه زیاتوي، جرمني او قطر هم چمتو دي چې د افغانستان لپاره د مرستو ټولولو کنفرانس په جوړولو کې له بریتانیا سره همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې د دې کنفرانس د جوړېدو اساسي هدف، په روان ۲۰۲۲ کال کې هغو ۲۳ ملیونه افغانانو ته د مرستو راټولول دي چې اوس مهال له لوږې او بې وزلۍ سره مخامخ دي.
ملګرو ملتونو د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې چې تر اوسه یې یوازې ۱۳ سلنه بسپنه راټوله شوې ده.
دا کنفرانس پر داسې مهال جوړېږي، چې د ملګرو ملتونو او بشري سازمانو د پرلپسې راپورونو پر اساس همدا اوس ۲۳ میلیونه څخه زیات افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.
جمهورخبري آژآنس:کابل