د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګرېفیټ او ورسره پلاوي سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیفه حقاني او ملګرو ملتونو د پلاوی لیدنه پرون چهارشنبې د وري ۱۰ مه کورنیو چارو وزارت کې شوې ده.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په یاده لیدنه کې پر یو لړ مسایلو خبرې شوې او د ملګرو ملتونو پلاوي د کورنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو امنیت په ښه توګه ټينګ شوی.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم له ګریفیت څخه د بشري مرستو د دوام له امله د مننه کړې ده.
ښاغلي حقاني ویلي، تېر شل کلونه نړيوالو هڅه وکړه چې په افغانانو د زور او تهديد له لارې خپلې غوښتنې ومني خو هغه څه چې ډېره هیله مندي رامنځ ته کوي دا دي چې موږ مسایل اوس د تفاهم او مذاکرې له لارې حل کوو.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار کړي، چې اسلامي امارت غواړي نړۍ ته پيغام ورکړي چې دوی متقابل تعامل ته قوي اراده او پوره امادګي لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي معاون ویلي، غواړي په سبا ورځنۍ نړیوال کنفرانس کې د افغانستان لپاره کلنۍ څلور مليارده ډالرو غوښتنه وکړي چې دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې سارې کلنۍ مرسته ده.
جمهورخبري آژانس:کابل