۰

ملګرو ملتونه: نړۍ باید افغانستان ته پاملرنه زیاته کړي

دوشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې په روانو بشري ستونزو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دغه هېواد د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونه: نړۍ باید افغانستان ته پاملرنه زیاته کړي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې په روانو بشري ستونزو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دغه هېواد د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو پر وېبسایټ په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دوی له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو په لټه کې دي، خو په نړۍ کې ځینو نورو پېښو له دغه هېواد تمرکز لرې کړی دی.

سرچینې زیاته کړې په افغانستان کې غذايي خوندیتوب مخ په کمېدو دی او هره ورځ د هغو کسانو شمېره صفر ته راښکته کېږي چې بشپړو خوړو ته لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او په دې سخت بشري ناورین کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

دوی له نړۍ غوښتنه کړې چې افغانانو ته پاملرنه وکړي، ځکه اوږدو جګړو یې پر ژوند مستقیم اغېز کړی او بېوزلي یې خپره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي