۰

ملګري ملتونه: د افغانستان اقتصادی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی

دوشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۲
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت جدي اندېښنه ښودلې وايي، په دغه هېواد کې روان فقر او لوږه په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې ده.
ملګري ملتونه: د افغانستان اقتصادی وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت جدي اندېښنه ښودلې وايي، په دغه هېواد کې روان فقر او لوږه په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشرې ماري الن مکګرورټي په یوه تازه مرکه کې کړې ده.

نوموړې ویلي، د افغانستان وضعیت ته اندېښمنه ده، ځکه همدا اوس هر څه مخ پر ټیټه روان دي او د خلکو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.

مېرمن مکګرورتي وايي،  پیسو خپل ارزښت بایللی، بېکاري ډېره شوې، خلک نقدو پیسو ته لاسرسی نه لري، د خوړو او لومړنیو توکو بیې لوړې شوې، وچکالۍ خلک ځپلي، روغتیايي خدمات زیانمن شوي او د مرستندویو په مرستو کې کموالی راغلی دی.

نوموړې وایي په افغانستان کې له هرې خوا یو بشري ناورین روان دی او د ژمي په را رسېدو سره دا ناورین نور هم پراخېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام مشره وايي، له همدې امله مرستندویه بنسټونو او نړیوالو ملاتړو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

ملګري ملتونه پر داسې مهال په وار وار د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه ښيي او د بشري بحران د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکوي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د افغانستان سره دې د ژمنو پر ځای عمل وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي