۰

د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو ۳۰ مه کڅوړه را ورسېده

چهارشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۰
د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د نړیوالو د بشرپاله مرستو پر دوام یو ځل بیا کابل ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده.
د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو ۳۰ مه کڅوړه را ورسېده
د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د نړیوالو د بشرپاله مرستو پر دوام یو ځل بیا کابل ته د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو کڅوړه را ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه وايي، دغه مرسته نن چهارشنبې د وري ۲۴ مه راورسېده او د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو د هر کلي تر څنګ له نړیوالې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.

سرچینې ویلي، د بانکي سکتور له لارې د بشرپاله مرستو تر سره کول روڼتیا رامنځته کوي او خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کوي.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان بانک د هیواد د مرکزي بانک په توګه له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه به هم د افغانستان بانک سره د غوره بانکي اړیکو په پاللو کې مرسته وکړي او د بانکي اړیکو د آسانتیا په برخه کې به همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي