د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر يا سيګار وايي، د ملګروملتونو جګپوړي چارواکي په افغانستان کې د ماشومانو د پلورلو له کبله اندېښمن دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بېوزلي او بېوسي د دې سبب شوي چې ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو په پلور لاس پورې کړي څو د خپلو کورنیو د پاتې غړو ګېډې مړې کړي.
واشنګټن پوست هم په یوه راپور کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د ودونو لپاره د کم عمره نجونو او دغه راز د زوی نیونې لپاره د ماشومانو پلور زیات شوی دی.
د ملګروملتونو د بېلابېلو ادارو د اټکل له مخې نږدې ۹۵ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د دې کړاو لویه برخه ماشومان او ښځې ګالي.
د ملګرو ملتونو دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ يې د افغانستان د بشري کړکيچ د هواري لپاره د بسپنو راټولولو لويه غونډه دايره کړې وه.
دوی په هغې غونډه کې د نږدې ۴.۵ ميلياردو ډالرو غوښتنه کړې وه خو يوازې د ۲.۴ ميلياردو ډالرو بسپنې پر راټولولو بريالي شول.
جمهورخبري آژانس:کابل