۰

زرداري: طالبان دې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي

شنبی ۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۵۷
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان سرپرست حکومت ته ویلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیزي.
زرداري: طالبان دې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان سرپرست حکومت ته ویلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۷ مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال کړي دي.

نوموړي د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې له سختې تګلارې لاس په سر شي.

دی وايي،  افغانستان ښځې زرورې او مقاومت کوونکې دي، د دوی له حقوقو څخه هيڅوک نه لاس په سر کېږي او په دې اړه هر وخت له افغان سرپرست حکومت سره خبرې کوي.

زرداري زیاته کړې، دا چې افغانستان کې نجونې محدودو زده کړو ته لاسرسی لري نو ځکه دی هیله لري، چې نورو نجونو ته به د ثانوي زده کړو اجازه هم ورکړل شي.

بلاول بوټو زرداري زياته کړې چې په نوره اسلامي نړۍ کې نجونو ته د زده کړو حقوق ورکړل شوي دي، د ښځو او د نجونو پر حقوقو هیڅ ډول جوړجاړی پکار نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي