۰

امنیتي ځواکونو ته د صورت او سیرت د جوړلو سپارښتنه وشوه

یکشنبه ۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۸
دفاع وزارت وايي، د لوی درستیز مرستیال په مشرۍ د امنيت او حمايې لوا کې اصلاحي غونډه جوړه شوه چې په کې امنیتي سرتېرو ته د خپل صورت او سیرت جوړولو سپارښتنه وشوه.
امنیتي ځواکونو ته د صورت او سیرت د جوړلو سپارښتنه وشوه
دفاع وزارت وايي، د لوی درستیز مرستیال په مشرۍ د امنيت او حمايې لوا کې اصلاحي غونډه جوړه شوه چې په کې امنیتي سرتېرو ته د خپل صورت او سیرت جوړولو سپارښتنه وشوه.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان “صديق” د ستر درستيز د امنيت او حمايې لوا د جزوتامونو له مسوولینو او مجاهدینو سره په اصلاحي غونډه کې ګډون وکړ.

سرچینه وايي، هغه امنیتي سرتېرو ته د توصيې ترڅنک و ویل، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د سيرت او صورت جوړ کړي او د مشرانو د حکمونو اطاعت وکړي.

 خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو ریيس مولوي نور محمد متوکل هم د مجاهدينو د سيرت او څېرې پر اصلاح او د اميرالمؤمنين د سپارښتنو او ارشاداتو پر عملي کولو ټينګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي