امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د یوه امریکايي ژورنالسیت مطلب خپور کړی، چې وايي امریکا په جګړه د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی او د دغه جګړې د حل له پاره سیاسي تفاهم غوره لار ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نیویارک ټایمز په ورستۍ ګڼه کې دغه امریکايي ژورنالست سټیو کول په خپل مطلب کې لیکلي، چې یوازې د نظامي لارې طالبان نه شي ماتېدلای.
هغه زیاته کړې«امریکا د افغانستان جګړه نه شي ګټلی، ځکه تر اوسه ډېری امریکایان په دې نه پوهېږي، چې دوی په افغانستان کېد څه له پاره جنګېږي.»
دغه لیکوال د افغانستان د جګړې حل په یو سیاسي تفاهم کې وینې او وايي هر امریکايي جنرال دا خبره مني او ټینګار کوي، چې د افغانستان جګړه د د سیمې هېوادونو په ملاتړ د یوه سیاسي تفاهم له لارې پای ته رسېدای شي.
نوموړي ټینګار کړي، چې امریکا به یوازې له نظامي لارو افغان جګړه و نه ګټي، خو د جګړې د ګټلو لپاره په کار ده، چې د سیمې د هېوادونو یوه اجماع رامنځ ته کړي او د جګړې اصلي لاملونه په ګوته او له منځه یوسي.
جمهورخبري آژانس:کابل