اروپايي ټولنه وايي په پام کې لري، چې له افغانستان سره د همکارۍ او مشارکت یو نوی پړاو پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د څانګې مشرې فدریکا موګرېني د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي سره په بروکسل کې د کتنې پر مهال کړې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او د امنیتي پالیسۍ څانګې ویاندې مایا کوجي یانچیچ ویلي، موګرېني او حکیمي په افغانستان کې یې د سولې او ثبات په ټینګولو کې پر کلکه ژمنه ټینګار وکړ.
نوموړې زیاته کړې، چې وروسته د افغانستان او اروپايي ټولنې د مشارکت او همکارۍ د ګډې کمېټې لومړۍ غونډه جوړه شوه.
د هغې په وینا ګډې کمېټې دوه کاري ډلې جوړې کړې چې یوه د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او مهاجرت په اړه او دویمه د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په اړه بحث وکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو څانګه زیاتوي، چې ګډه کمېټه دواړو خواوو ته دا امکان برابروي چې په افغانستان کې د اصلاحاتو د اجنډا په اړه بحث وکړي.
باید و ویل شي، چې پر دې پروګرام د ۲۰۱۶ کال په اکټوبر میاشت کې د بروکسل په کنفرانس کې موافقه شوې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل