د ملګرو ملتونو دفتر یا يوناما او له ټاکنو د مهمو مرستندویه هېوادونو د سفیرانو د ملاتړ ډلې په خپل وخت د افغانستان د پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د جمهورآژانس د خبر له مخې په ياده ډله کې اروپايي ټولنه، ډنمارک، جرمني، جاپان، بريتانيا، امريکا، ناټو، د ملګرو ملتونو دفتر او نور شامل دي.
په کابل کې د يوناما د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې ټاکنو د ترسره کولو لپاره دوى د افغان دولت مسووليتونه او د سياسي قشر پياوړې ارادې ته متوجه دي.
خبرپاڼه وايي، د ټاکنو د ملاتړ ډله او نړیواله ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان له ټاکنیزو ادارو د پر وخت، با اعتباره او شفافو ټاکنو د تر سره کولو په موخه ملاتړ کوي.
سرچینې زیاته کړې، چې ټاکنې د افغانانو تر مالکیت لاندې یوه ملي پروسه ده چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د بنسټونو په ګډون ټول ښکیل اړخونه په دې برخه کې همکار دي.
د ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو دغه ډله یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي ښايي پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له ټاکلي وخت څخه درې میاشت وروسته تر سره شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دغه کار ولسي جرګې ته هم د منلو نه دی او د دغه جرګې رییس عبدالروف ابراهمي د تېرې ورځې په غونډه کې ویلي، چې د پارلمان او ولسوالیو شوراګاڼو په ټاکنو کې ځنډ ورته د منلو نه دی.
بل خوا د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا وایي، که حکومت پر وخت ټاکنې تر سره نه کړي، نو دغه ګوندونه به لویه جرګه راوبولي او له دې لارې به ولسمشر او د پارلمان او ولسوالیو شوراګانو غړي وټاکي.
جمهورخبري آژانس:کابل