د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي ور یا سپین توپ اچوونکي راشد خان د تیزو سلو ویکټو ریکارډ پر خپل نوم کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راشد خان په ۴۴ سیالیو کې د ۱۰۰ ویکټو په تر لاسه کولو سره وکولی شول، چې د کرکټ د نړۍ یو بل ریکارډ هم پر خپل نوم ثبت کړي.
باید و ویل شي، چې وړاندې تر دې دا ریکارډ د اسټرالیا د لوبډلې د تېز توپ اچوونکي میچل سټارک په نوم وو چې په ۵۲ لوبو کې یې ۱۰۰ ویکټې اخیستې وې.
راشد خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هغه پیاوړی سپینر یا ورو توپ اچوونکی دی چې د نړۍ په ډیریو لیګونو کې یې لوبې تر سره کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې راشد خان دا مهال د کرکټ د شل اوریزه او پنځوس اوریزه یا یو ورځینو سیالیو لومړي مقامونه هم له ځان سره لري.
هغه څه موده وړاندې د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي له خوا هم په شل اوریزه او هم په پنځوس اوریزه سیالیو کې د نړۍ تر ټولو غوره او لومړی نمبر توپ اچوونکی نومول شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل