په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په لومړي ځل په جوزجان ولایت کې د داعش پر وړاندې د شپنیو عملیاتو ویډیو خپره کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې عملیاتو کې ځانګړو افغان او امریکايي ځواکونو برخه اخیستې او عملیات هم د داعش د یوه قوماندان پر ضد تر سره شوي دي.
دغه عملیات د روانې میلادي مارچ میاشتې د ۲۷ نېټې په شپه د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ د مغول په کلي کې تر سره شوي، چې د امریکايي ځواکونو په وینا د داعش یو قوماندان او یو بل ترهګر وژل شوي دي.
امریکايي ځواکونو تر اوسه د دغه وژل شوي داعش قوماندان هویت نه دی په ډاګه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې یوه ورځ وړاندې افغان هوايي ځواکونو په لومړي ځل د وسله والو پر وړاندې د یوه رهبري شوي یا لایزر بم څخه هم کار وخیست.
د افغان هوايي ځواک آې ۲۹ الوتکو د رهبري بم په واسطه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای په نښته کړ، چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبره خپل هدف یې په دقیق ډول له منځه وړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل