الجزایري رسنۍ وايي، د دغه هېواد یوه الوتکه چې ۲۰۰ تنه په کې سپاره و په البلیده ولایت کې لوېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د الجزایز ایلوشین ډوله الوتکه نن چهارشنبې د وري ۲۲ مه د بوفاریک له پوځي اډې پورته او د دغه هېواد د پلازمېنې په ۲۵ کیلومترۍ کې لوېدلې ده.
ویل کېږي، په دې الوتکه کې ۲۰۰ تنه سپاره و، چې ۱۰۵ تنه په کې وژل شوي دي.
د ژغورنې ځواکونه د الوتکې د اور د ګولولو او د ټوټو په راټولولو پسې پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو علت نه دي معلوم شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل