د ملي دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په غزني ولایت کې د وسله والو د ځپلو په موخه پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان ځواکونو دغه عملیات د غزني په واغظ، مقر او اندړو ولسوالۍ کې پیل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال تر اوسه ۱۵ وسله وال وژل شوي، ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په عملیاتو کې د وسله والو ۱۱ عرادې موټرسایلکونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
باید و ویل شي، چې دفاع وزارت تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د ۱۴ کسه وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
دفاع وزارت په غزني کې د وسله والو مخالفینو پر ضد د پوځي عملیاتو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د دې ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې.
په دغه نښته کې د خواجه عمري د ولسوال او امنیت امر په ګډون ۲۰ تنه پولیس هم وژل شوي، خو چارواکو ویل، چې په هوايي بریدونو کې طالبانو ته هم درنده مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل