سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې ده او که مرکزي حکومت یې پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي ښايي سقوط وګړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اندړو ولسوال محمد قاسم ویلي، چې طالبانو له تېرو پنځو ورځو راهیسې د دغه ولسوالۍ ټولې مواصلاتي لارې تړلې او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د دغه ولسوالۍ له شاوخوا کلیو ملکي وګړي ایستلي او د هغوی په کورنو کې یې مورچې جوړې کړې دي.
د اندړو ولسوال ویلي، که چېرې مرکزي حکومت په دې اړه جدي اقدام ونه کړي، ښایي دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د غزني امنیه قوماندان محمد زمان مني، چې طالبانو د یادې ولسوالۍ لارې تړلې خو وايي، دغه ولسوالي د سقوط له ګواښ سره نه ده مخ.
د هغه په وینا دوی پوره چمتوالی لري او که چېرته طالبان برید وکړي، نو افغان ځواکونه به یې کلک ځواب ورکړي.
جمهورخبري آژانس:غزني