تاييد شوي راپورونه وايي، د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني په جغتو ولسوالۍ ډلیز برید کړی وو او د دې ولایت د ولایتي شورا یوه غړي غلام جسین چنګیز
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو د یو شمېر امنیتي پوستو په ګډون ولسوالي نیولې ده.
نوموړي و ویل، چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته خو په وینا یې د غزني ولایت امنیتي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.
که څه هم چنګیز وایي، ولسوالۍ سقوط کړی خو د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد زمان دا خبره رد کړه او ویې ویل چې د جغتو ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.
نوموړي وايي، وسله والو طالبانو پر جغتو ولسوالۍ ډلیز برید کړی و، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.
د غزني امنیه قوماندان زیاته کړه، چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز امنیتي ځواکونه هم تلفات لري، خو د شمېر په اړه یې څه ونه ویل.
ده و ویل، چې دا مهال د جغتو ولسوالۍ امنیت وضعیت آرام دی و د وسله والو پر ضد د افغان ځواکونو هوايي او توپچي عملیات دوام لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې سختې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:غزني