رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د ایران له سره د امریکا له اټومي تړون وتل او دغه راز پر ایران د امریکا نور بندیزونه د چهابهار بندر پروژه له ګواښ سره مخ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز لیکلي، چې د ټرمپ دا پرېکړه چې پر هغو شرکتونو او مالي ادارو به بندیز ولګوي چې له ایران سره سوداګريزه راکړه ورکړه لري، د چا بهار بندر پروژه هم تر اغېز لاندې راولي.
ځکه د آژانس په خبره بیا څوک نه حاضرېږي، چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي او یا بانکونه پانګونوالو ته پیسې ورکړي.
باید و ویل شي، چې د هند په مرسته د چا بهار بندر پروژه د افغانستا د ترانسپورت لپاره یو نوی کوریدور دی، چې له یوې خوا د پاکستان پر بې باوره لارو د افغانستان اتکا پای ته رسوي او له بلې خوا د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان سوداګريزه راکړه ورکړه ملیاردونو ډالرو ته لوړولی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل