د هندی لومړي وزیر د شانګهای سازمان غړو هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې که غواړي ټوله سیمه کې امن او ثبات ټینګ شي، نو افغانستان کې دې د سولې
ښاغلي مودي په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ سرچینو ته هم په نغوتې سره و ویل، چې پاکستان په سیمه کې ستونزې جوړوي او هند او افغانستان دواړه د پاکستان له لاسوهنو ځورېږي.
له پاره جدي هلې ځلې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي، چې نن د غبرګولي ۲۰ مه د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اتلسم کنفرانس کې وینا کوله و ویل، چې سیمه د ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پدیدې د لمنځه وړلو او دغه راز په سیمه کې د امن، ثبات او پرمختګ د رامنځ ته کېدو له پاره باید په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وشي.
ښاغلي مودي په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ سرچینو ته هم په نغوتې سره و ویل، چې پاکستان په سیمه
د هند لومړي وزیر د دغه کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل، چې که غواړي سیمه له امن او پرمختګ څخه برخمنه او له ترهګرۍ څخه پاکه شي، نو په افغانستان کې دې د سولې د راتګ له پاره لاس په کار شي.
کې ستونزې جوړوي او هند او افغانستان دواړه د پاکستان له لاسوهنو ځورېږي.
د هند لومړي وزیر د دغه کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل، چې که غواړي سیمه له امن او پرمختګ څخه برخمنه او له ترهګرۍ څخه پاکه شي، نو په افغانستان کې دې د سولې د راتګ له پاره لاس په کار شي.
هغه وویل«ولسمشر غني د سولې ګامونه اوچت کړي دي او ټولو ته په کار ده، چې د هغه اقداماتو ته درناوی او د سولې له طرحې یې ملاتړ وکړي.»
د هند لومړی وزیر ټنګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د ثبات په راوستو او د ترهګرۍ په ختمولو کې د افغان
هغه وویل«ولسمشر غني د سولې ګامونه اوچت کړي دي او ټولو ته په کار ده، چې د هغه اقداماتو ته درناوی او د سولې له طرحې یې ملاتړ وکړي.»
حکومت لاسنیوی وکړي او په دې توګه دې دایمي پرمختګ او ودې لپاره زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم دغه کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، چې د افغانستان وضعیت او له ترهګرۍ سره د دغه هېواد مبارزه جدي پاملرنې ته اړتیا لري او مسکو چمتو دی، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه او د سولې په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل