راپورونه وايي، د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ ولسونو د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په تړاو یو کمېسیون جوړ کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه کمېسیون د مېشتو قومونو د ۱۲۰ تنو غړو څخه جوړی شوي، چې له طالبانو سره به مخامخ خبرې کوي.
د یاد کمېسیون غړو ویلي چې ځاي طالبانو د اختر په درې ورځي اوربند کې له دوی غوښتي و، چې له فاغان حکومت سره د سولې او خبرو منځګړیتوب وکړي.
د قومونو استازي وايي، دوی هم په همدې خاطر یاد کمېسیون جوړ کړی او که طالبان هر ځای وغواړي، دوی چمتو دي، چې ورشي او د خبرو منځګړیتوب وکړي.
قومي مشران وايي، د اوربند او سولې له پاره روانو هلو ځلو ته به تر هغې دوام ورکړي، تر څو د جګړې ښکېلې غاړې مثبتې پایلې ته ورسېږي.
د قومي استازو په وینا ولس نور له جګړې ستړی شوی او د دغه جګړې زیان یوازې افغانانو ته اوړي نو ځکه باید جګړې ته د پای ټکي نور کېښودل شي.
دوی له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي، چې د ولس غوښتنې او اراده دې په نظر کې ونیسي او نور دې له جګړې لاس واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د پکتیا د جاني خېولو ولسوالۍ کې هم د قومي مخور او دیني عالمانو یوه ۷۰ کسیزه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې طالبانو هم ګډون کړی وو.
دغه غونده هم د جګړې د پای، اوربند او سولې ته د خبرو اترو د زمینې برابرولو له پاره جوړه شوې ده.
په ورته وخت کې د پکتیا ځایي چارواکي هم وايي، داسې هلې ځلې یې پیل کړې، چې پکتیا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پاره امن سیمه اعلان کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل