سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، نورستان ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون یک شنبې د چنګاښ ۳۱ مه مازیګر مهال د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د نورستان امنیه قوماندان جنرال سید محمد عباس وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دی زیاتوي، ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی وو او ټپیان نېږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:نورستان