اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې وروستیو سیلابونو په افغانستان کې شاوخوا لس هکتاره ځمکه ویجاړه کړې ده.
دې ادارې نن سه شنبه د ثور په ۱۸مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په وروستیو سېلابونو کې د افغانستان په ختیځ او سویل ختیځ کې په عمده توګه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
د اعلان پر بنسټ، د روان کال په اپریل میاشت کې اورښت لږ تر لږه په تېرو ۴۰ کلونو کې بې ساری و.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سېلابونو هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرګ ژوبله اړولې ده. خو دقیق احصایې یې لا روښانه نه دي.
جمهورخبري آژانس