۰

 پروان کې د طالبانو له خوا نیول شوی خبریال خوشې شو

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۵
په پروان ولایت کې د طالبانو له خوا د نیول شوي خبریال ندا محمد نوري خپلوان وايي، چې نوموړی د دغې ډلې د استخباراتو له زندانه خوشې شوی دی.
 پروان کې د طالبانو له خوا نیول شوی خبریال خوشې شو
په پروان ولایت کې د طالبانو له خوا د نیول شوي خبریال ندا محمد نوري خپلوان وايي، چې نوموړی د دغې ډلې د استخباراتو له زندانه خوشې شوی دی.

ښاغلی نوري تېره ورځ د  غوايي ۱۷ مه په پروان کې د طالبانو د استخباراتو له زندانه ازاد او له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

ښاغلی نوري درې ورځې وړاندې په پروان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د نامعلوم لامل له مخې نیول شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان له واکه تر لاسه کولو وروسته په سلګونو خبریالان ګواښلي، نیولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي