۰

طالبانو په بدخشان کې ۱۵ اسمعیلي شیعه ګان نیولي دي

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۲
د بدخشان ولایت عامه سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت په نسي ولسوالۍ کې ۱۵ شیعه اسماعیلیان نیولي او بندیان کړي دي.
طالبانو په بدخشان کې ۱۵ اسمعیلي شیعه ګان نیولي دي
د بدخشان ولایت عامه سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو د دغه ولایت په نسي ولسوالۍ کې ۱۵ شیعه اسماعیلیان نیولي او بندیان کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان تېره ورځ (د غوايي ۱۷ مه) د نسي ولسوالۍ د "تنګشوي" له کلي څخه د نسي ولسوالۍ د طالبانو د ولسوال امير جمعه خان اړوند د جنګياليو له خوا نيول شوي او بنديان شوي دي.

ویل کېږي چې طالبانو دغه کسان په زندان کې سخت ووهل.

سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي. په داسې حال کې چې دوی ټول عام خلک او بزګران دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د نسي ولسوالۍ د اسماعيلي اوسېدونکو ملنډې وهلې او ځورول.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې ګڼ شمېر اسماعيليان اړ کړل، چې خپل مذهب پرېږدي او حنفي مذهب ومني او په همدې موخه يې جشنونه جوړ کړل.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي