هرات ولایت کې د نوي کابلبانک ودانۍ کې اور لګېدلی و، چې د چارواکو په خبره ځاني زیان نه لري خو میلیونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د زمري ۱۲ مه سهار د هرات ښار په امریت څلور لاري کې د نوي کابلبانک په څانګه کې رامنځ ته شوې ده.
سیمه ییز چارواکو ویلي، اور د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې، چې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په وینا ځاني زیان نه لري، میلیونونه افغانۍ مالیې زیان یې اړولی دی.
فرهاد ویلي، سیمې ته اطفایه پر وخت رسېدلې او نور ډېر زیان د اوښتو مخه یې په چټکۍ سره نیولې ده.
تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو چارواکي وايي، پلټنې پیل شوې دي.
جمهورخبري آژانس:هرات