افغان او ترکمنستاني چارواکو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو پر پراختیا او خبرې اترې او ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرې د افغان ولسمشر او کابل کې د ترکمنستان د نوي سفیر هوجا اوویزوف تر منځ شوې دي.
د ارګ نه خبره شوې خبرپانه وايي، ولسمشر غني په ارګ کې د هوجا اوویزوف سره وکتل او د دواړو هېوادو تر منځ پر اقتصادي پراختیا او د يو لړ مهمو پروژو په پلي کېدو یې ورسره خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا په ځانګړې توګه د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتوالي ټینګار کړی دی.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي، چې د پراختیایي کوریډور جوړېدل، د لاجوردو لار، ټاپي پروژه او د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا لېږد پروژه چې عملي پلان بهیې ډېر ژر چمتو شي او د سیمهییز اتصال سترې پروژې به د سیمې پر ثبات او انکشاف هم مثبتې اغېزې ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل