د پوهنې وزیر ډاکتر میرویس بلخي وايي، په دغه وزارت کې یې د اداري فساد سرچینې پېژندلې او هغه د سره د عملي مبارزې او له منځه وړلو لړۍ یې پیل کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلخي، چې نن سه شنبې د زمري ۲۳ مه یې کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال خبرې کولې په دغه وزارت کې د اداري فساد شتون تایید کړ.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه وزارت کې فساد شته، خو په وینا یې د روان کال د وري یا حمل میاشتې څخه یې د فساد پر وړاندې عملي جدي مبارزه پیل کړې ده.
د هغه په وینا ځینې کارونه چې په دې وزارت کې پڅ روان و او فساد جوړونکي وو، پېژندل شوي او تر مدیریت لاندې دي.
بلخي په دغه وزارت کې د کارکوونکو د استخدام او نورو پروسو په اړه د خلکو بې باورۍ ته په اشارې سره و ویل، چې په عملي کار سره هڅه کوي، چې په دې برخه کې د خلکو شکونه لرې او غوښتنو ته یې ځواب و وايي.
جمهورخبري آژانس:کابل