ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د وږي ۳۱ مه په یوه بله خبرپانه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د غزني په آب بند ولسوالۍ کې د طالبانو سره جګړه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په دغه جګړه کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت په جګړه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو تر اوسه کوم غبرګون ښودلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل