د پکتیا ولایت دریو ځدران مېشتو ښواک، ګردې څېړۍ او وزې ځدران ولسوالیو ته د وارداتي برېښنا د لېږد او رسونې پروژه پیل شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خبر له مخې د دغه شبکې کار پرون یکشنې د تلې ۸ مه د پکتیا والي او نورو چارواکو له خوا په رسمي ډول پیل شو.
د پکتیا ولایت له رسنیز مرکز څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د برېښنا د دې شبکې په غځولو سره به د یادو ولسوالیو پنځه زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.
د پکتیا والي په دې مراسمو کې ویلي، پر دې شبکه پنځه میلیونه امریکايي ډلر لګښت راځي، چې د اسیا پراختیايي بانک یې ورکړي او چارې به یې په ۷ میاشتو کې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پروژې ۶۵ سلنه توکي سیمې ته رسېدلي او د کار په جریان کې به ۲۱۲۵ د برښنا پایې او ۴۰ ټرانسفارمرونه په بېلابېلو سيمو کې نصب شي.
په ورته وخت کې د پکتیا والي دا هم ویلي، په مرکز ګردېز کې هم د برښنا رسونې پر شبکه کار روان دی چې د شپږو میاشتو په اوږدو کې به بشپړ او ۱۳۰۰۰ کورونه به روښانه کړي.
دغه راز هغه زیاته کړې، د پکتيا په سرحدي ولسوالیو ډنډه پټان او ځاځي اریوب ولسواليو کې هم د لمريزې برښنا لپاره د سيمې پر اوسېدونکو اړونده وسایل وېشل کېږي چې اوسمهال یې د کورونو سروې عملاً روانه ده.
جمهورخبري آژانس:پکتیا