د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی له خپلې دندې لاس په سر شوی او خپله استعفا یې اعلان کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په خپل استعفا لیک کې د دندې پرېښودو په بهرني سیاست کې د ده او حکومت تر منځ د نظر تفاوت ښودلی دی.
نوموړي په دغه لیک کې لیکلي، چې د ملي یووالي په حکومت کې د نظرونو ژور توپیر د کار زمینه لا ورته تنګه کړې او نور نه غواړي، چې دندې ته دوام ورکړي.
هغه لیکلي، چې په داسې یوه ماحول کې د دغه کار کول نور د ولس د حقوقو څخه د دفاع په برخه کې اغېزمن نه ګڼي، بلکې غواړي د خپل ولس تر څنګ پاتې شي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې ولسمشر غني د حکمت خلیل کرزي استعفا منلې او که څنګه.
جمهورخبري آژانس:کابل