افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ګلخانې ماڼې کې وکتل او پر ځینو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.
د جمهورآژانس د خبر له مخې ښاغلي مرادوف نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه کابل ته راغلی او له غرمې وروسته ولسمشر ورسره وکتل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ملاتړ وکړ او همدارنګه یې د افغانستان او ترکمنستان لویې پروژې او د دواړو هېوادونو اقتصادي همکارۍ د سیمې د امنیت، ثبات او د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره ګټورې وبللې.
سرچینه زیاتوي مرادوف زیاته کړهو چې هېواد یې د سیمه ییزو پروژو په برخه کې لا ډېرو همکاریو ته چمتو دی.
په ورته وخت کې ولسمشر ترکمنستان د افغانستان ښه دوست او شریک یاد کړ او د لویو پروژو د تحرک او د سیمې د ثبات لپاره یې د ترکمنستان هڅې ګټورې وبللې.
ښاغلي غني ویلي، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا د لېږد په ګډون د لویو پروژو ګټه به د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل