د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې نېټه اعلان کړي.
دغه راز کمېسیون زیاتوي، چې د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یو ځای تر سره شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن شنبې د لړم ۱۹ مه د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به په خپل ټاکلي وخت د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه تر سره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د کمېسیون چمتوالی روان دی او د امنیت او بودیجې په اړه یې له حکومت او نړیوالې ټولنې سره خبرې روانې دي.
دی وایي، کمېسیون به د ولسمشرۍ له ټاکنو ۱۸۰ ورځې وړاندې تفصلي ټایم لاین چې پر چمتوالي یې کار روان دی او په راتلونکو درې ورځو کې به اعلان شي شي.
د صیاد په وینا، دا چې د کمېسیون کارکوونکي دا مهال د ولسي جرګې ټاکنو په تخنیکي مسایلو بوخت دي او وخت نه لري نو له همدې کبله به د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د نوماندانو نوم لیکنه تر راتلونکو دوه ورځو پورې اعلان شي.
صیاد زیاته کړه، چې کمېسیون په پام کې لري، چې د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یو ځای د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې هم تر سره شي.
خو په وینا یې د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې مخکنۍ ستونزې چې یو له هغو هم د نوماندانو له پاره د ۱۲ ټولګې شهادت پاڼې او دغه راز د ښځینه نوماندانو شتون اړین و، تر اوسه پر ځای پاتې دي، خو له حکومت سره یې پر حل خبرې روانې دي.
دغه راز هغه د غزني د ټاکنو په اړه هم و ویل، چې د دغه ولایت د ولسي جرګې ټاکنې د ځینو ستونزو له امله تر سره نه شوې، خو اوس حکومت د دغه ستونزو د حل له پاره لاس په کار شوی او هیله ده، چې ژر به دا ستونزه هم حل او ټاکنې به تر سره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل