سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې شپږ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سیمه کې رامنځ ته شوې.
د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال غلام داود وايي، چاودنه د ولسي وګړو په موټر شوې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا ماین وسله والو طالبانو اېښتی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني