۰

کونړ: د چت لوېدو په پېښه کې مور او دوه ماشومان وژل شوي

دوشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۲
کونړ ولایت کې په یوه کور کې د یوې خونې د چت لوېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ: د چت لوېدو په پېښه کې مور او دوه ماشومان وژل شوي
کونړ ولایت کې په یوه کور کې د یوې خونې د چت لوېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه(د زمري ۹ مه) د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وايي، د خونې دېوالونه زاړه و، چې تېره شپه پر داسې مهال چې د کورنۍ غړي وید و د کوټ چت پرې راپرېوتی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د چت پرېوتو له امله یوه مور او دوه ماشومان یې وژل مړه شوي او درې نور ماشومان یې ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ټپیان د درملنې په موخه د سیمې روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

جمهورخبري آژانس:کونړ

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي