۰

کونړ کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ جګړه کې ۱۶ داعشیان وژل شوي دي

دوشنبه ۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ جګړه کې ۱۶ داعشیان وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د طالبانو او داعش تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جګړه پرون یکشنبې د وري ۴ مه د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده، چې ویل کېږي لا هم دوام لري.

د کونړ امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه جګړه کې ۱۶ داعشیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي او لا هم دوام لري.

طالبانو او داعش تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکي هم وايي، چې د جګړې له امله یو شمېر کورنۍ بې ځایه شوي دي.

باید و ویل شي، وروسته له هغې چې په ننګرهار کې داعش وځپل شو نو دغه وسله والې ډلې کونړ ته مخه کړې او هلته ځان ته د پېښې ځای پیدا کولو په لټه کې دي.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې شاوخوا ۹۰۰ داعشیان فعالیت کوي او ډېر کله له حکومتي ځواکونو او طالبانو سره جګړه کوي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي