د پاکستان دولتي بانک وايي هېواد ته یې د ۲۰۱۸ کال په دویمه نیمايي کې د افغانستان صادرات څه باندې ۲۰ په سلو کې زیات شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بانګ نن چهارشنبې د سلواغې ۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان ته د افغانستان صادرات څه باندې ۸۵ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دا د تیرکال د ورته مودې پرتله له افغانستانه، پاکستان ته د نژدې ۱۵ میلیون ډالره زیاتوالی ښيي.
بل خوا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان ته بیا د پاکستان صادرات نژدې ۱۸ په سلو کې کم شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د ۲۰۱۸ کال له جولای د ۲۰۱۸ کال د دسمبر تر وروستۍ نیټې افغانستان ته د لږ څه باندې ۶۰۸ میلیون ډالرو په ارزښت توکي له پاکستان څخه وارد شوي دي.
په داسې حال چې د وړم کال ورته مودې پرمهال د نژدې ۷۴۰ میلیون ډالره په ارزښت توکي له پاکستان څخه افغانستان ته واردات شوي وو.
د پاکستان دولتي بانک وايي په تیردسمبر میاشت کې له پاکستان څخه افغانستان ته د څه باندې ۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت توکي استول شوي په داسې حال کې چې د ۲۰۱۷ په دسمبر کې د ۱۶۳ میلیون ډلرو په ارزښت پاکستاني توکي افغانستان ته دننه شوي.
په خبرپانه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه د ورتلونکو توکو کچه د تیرکال د نومبر میاشتې پرتله په دسمبر کې دوه نیم په سلو کې زیاته شوې.
جمهورخبري آژانس:کابل