په اسلام آباد کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مشعل او باجوه پرون سره لیدلي او به ناسته کې یې د افغانستان د سولې د روانې پروسې په ګډون په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر هم د دغه خبرو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې ناسته کې پر نورو مسایلو سربېره پر دوه اړخیزه اړیکو، د سیمې د امنیت په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې پر روان بهیر بحث وشو.
اسلام آباد کې افغان سفارت هم ویلي، چې په دې ناسته کې د دوه اړخېزو اړیکو په پیاوړتیا، افغان سولې، طالبانو سره د افغان حکومت په مستقیمې مذاکرې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ډه، چې پرون د باجوه په مشرۍ د پاکستان د پوځي قوماندانو په غونډه هم پر افغان سوله خبرې شوې او ویلي یې دي، چې تر دې دمه د افغانستان د سولې بهیر د ډاډ وړ دی.
د پاکستان د پوځ د جګپوړو قوماندانانو او د قول اردوګانو د قوماندانانو په دې غونډه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان د دښمنانو د دسیسو د ناکامولو هڅې دوام لري او دوی به اجازه ورنه کړي چې د دښمنانو هلې ځلې بریالۍ شي، خو دا چې دښمن یې څوک دی، څه یې نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل