د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر سلاکار او د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال جنرال دین محمد جرئت ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی، چې خپل غیز مسوول وسله وال کسان او حکومتي وسلې او وسایل پولیسو ته وسپاري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، څو تنه غیر مسوول وسله وال کسان چې په کابل کې د عامه نظم او قانون ماتونې سبب کېږي، د جنرال جرئت دي.
د یاد وزارت په ابلاغیه کې ویل شوي، دا چې پر ټولو د قانون تطبیق او د عامه نظم ساتنه د پولیسو دنده ده، نو د کورنیو چارو له جنرال دین محمد جرئت ورڅخه غواړي چې وسلې او پوځي وسایط له خپلو غیر قانوني وسله والو کسانو سره په ۷۲ ساعتونو کې د کابل پولیسو ته تسلیم کړي.
باید و ویل شي، چې امنیتي ځواکونو پرون د کارته پروان په سیمه کې د جنرال جرئت کور هم د تلاشۍ په موخه کلابند کړی و، خو هغه ورته ویلي و، چې خپلې وسلې او حکومتي وسایل به حکومت ته وسپاري.
جمهورخبري آژانس:کابل