سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزاد د نامعلومه وسله والو کسانو په ډزو کې ټپي شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو پرون شنبې د سلواغې ۲۸ مه ماښام مهال په هرات ښار کې د هغه پر کور ډزې وکړې.
ویل کېږي په دغه برید کې د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزاد ټپي شوي، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
که څه هم پر نوموړي د برید انګېزه تر اوسه نه ده معلومه خو هغه د عاشقانو د ورځې په اړه توغند غبرګون ښودلی و او په دې اړه یې د جوړېدو محفلونو مخنوی کړی و.
د نوموړي دغه دریځ د یو شمېر هراتي ځوانانو له سخت غبرګون سره مخ او ویل کېږي پر نوموړي د برید انګېزه هم ښايي همدا وي.
د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزاد وايي په خپل دریځ کلک ولاړ دی او د عاشقانو ورځ زموږ له دین، کلتور او ملي ګټو خلاف عمل بولي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه برید چا کړی او نه هم د هرات امنیتي چارواکو په دې اړه څه ویلي.
جمهورخبري آژانس:هرات