د بلخ سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د ۷ پولیس سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي طالبانو تېره شپه (د سلواغې ۲۸ مه) د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو په دې برید کې د پوستې د قوماندان نجیب توخته ای په ګډون ۷ پولیس وژل شوي دي.
د عادل په وینا دغه جګړې څو ساعته دوام درلود، چې په ترڅ کې یې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په اړه یې دقیق معلومات نشته.
طالبانو هم په سیمه کې د جګړې پخلی او د ۷ پولیس سرتېرو د وژل کېدو تر څنګ د دریو پولیسو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بلخ