راپورنه وايي، یوه اېتوپیايي الوتکه چې ۱۵۷ مسافر په کې سپاره و، تر ورکېدو وروسته لوېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بویینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه له اېتوپیا څخه کنیا ته بروانه وه، چې له رادارو ورکه شوه.
ویل کېږي په دغه الوتکه کې ۱۴۹ مسافر او ۸ تنه خدمه سپاره و، چې تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.
خو د اېتوپیا لومړي وزیر د دغه الوتکې د سقوط له امله د خواخوږۍ پیغام خپرو کړی دی.
په ورته وخت کې اېتوپیايي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه الوتکه تر الوت ۶ دقیقې وروسته له رادار څخه ورکه شوې او آیس بابا په پنځوس کیلومترۍ کې د بشفتو په سیمه کې لوېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د ترکیې یوې الوتکې هم د امریکا د نیویارک د جان اېف کنډي په هوايي ډګر کې د کېناست پر مهال لوېدلې او ۳۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل